ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2019

د امریکا په جورجیا ایالت کې درې امریکايي سرتېري وژل شوي

0
درې تنه امریکايي سرتېري پرون د امریکا متحده ایالاتو په جورجیا ایالت کې وژل شوي دي.


د امریکا پوځ ویلي چې دا سرتېري په یوه زرهي موټر کې ناست وو او د تمرینونو په وخت په یوه پېښه کې وژل شوي دي.


د دوی تر څنګ درې نور سرتېري ټپیان هم دي چې ژر روغتون ته انتقال شوي.


د وژل شویو او ټپي امریکايي عسکرو هویت نه‌دی روښانه.