ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2019

"د افغانستان د ټاکنو د نتایجو په جمع‌بندۍ کې له سرعته دقت مهم دی"

0
امریکايي چارواکو ویلي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د رأیو د جمع‌بندۍ لپاره د لازیات وخت د اخیستلو په خاطر د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پرېکړې ملاتړ کوي.


د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت معینیت پرون ویلي چې د افغانستان د ټاکنو د نتایجو په جمع‌بندۍ کې دقت د سرعت په نسبت مهم دی.




د ټاکنو کمېسیون باید د شنبې په ورځ (د میزان په ۲۷مه) د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړني نتایج اعلان کړي وی، خو تخنیکي ستونزې او د لازیات شفافیت د تأمین لپاره‌یې د پایلو اعلان وځنډاوه.


د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه وشول او د ټاکنو کمېسیون ټینګار کړی چې په پوره دقت سره به بایومټریک رأیې له غیر بایومټریکه جلا کوي.