ru24.pro
World News in Pashto
Октябрь
2019

د غور په پسابند کې تېره شپه طالبانو پر یوه امنيتي پوسته حمله وکړه

0
په غور ولايت کې چارواکي وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو په پسابند ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوسته حمله کړې ده.


د پسابند سرپرست ولسوال عبدالاحد نن ازادي راډيو ته وويل، جګړه د شپې په نهو بجو پيل او تر يوې بجې يې دوام وکړ.


د ده په وينا، په دې جګړه کې ٥ افغان پوځيان وژل شوي او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي.


د دوو ټپيانو وضعيت نازک ښوول شوى دى.


د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.


بل خوا د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي وايي، په پسابند ولسوالۍ کې د شوې جګړې په اړه راپور نه دى ور رسېدلى.


د ازادي راډيو خبريال د سرچينو په حواله وايي، طالبانو له يوه کاله د پسابند او د ولايت د مرکز لويه مواصلاتي لار بنده کړې ده.