ru24.pro
World News in Pashto
Август
2019

په کندز ښار کې یوې چاودنې ۱۰ تنه ووژل او ۵ ټپیان دي

0
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په خپل یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې نن شنبه د سنبلې په ۹مه د کندز ښار څلورلاري کې په داسې حال کې چې د دغه ولایت امنیه قوماندان له رسنیو سره خبرې کولې، یوه چاودنه وشوه چې ۱۰ تنه یې ووژل.


په دې اړه د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي چې دغه چاودنه نن ماښام شااوخوا ۶ بجې وشوه، تر دې دمه یې د نوعیت په اړه معلومات نشته خو د امنیه قوماندان په ګډون ۵ تنه ټپیان شوي دي.


د یو شمېر راپورونو پر بنسټ، په دغه پېښه کې ځینو سیمه ییزو خبریالانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. 


د چاودنې مسؤلیت لا چا په غاړه نه دې اخیستی.


دا چاودنه په داسې حال کې کېږي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کندز پر ښاره له بېلابېلو خواوو ډله ییز بریدونه وکړل چې د چارواکو په خبره، دغه بریدونه پر شا تمبول شوي دي.


بل خوا د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو سرپرستانو هم دغه ښار ته د امنیتي وضعیت د څېړلو په خاطر تللي دي.