ru24.pro
World News in Pashto
Август
2019

چارواکي: زرمت کې په سیمه کې د طالبانو د سرې قطعې مرستیال ووژل شو

0
د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، د پکتیکا او پکتیا ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې یې یوه نښته کې ۳۷ وسله‌وال وژلي چې په‌کې په سیمه کې د طالبانو د سرې قطعې مرستیال هم شامل دی.


په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د چارواکو له خولې وايي چې د طالبانو د سرې قطعې مرستیال یو بهرنی و چې د موسی مستعار نوم‌یې کاراوه.


د پکتیکا د امنیت امر مسعود بابکرخېل پرون مازیګر خبریالانو ته وویل، د زرمت ولسوالۍ سورکۍ سیمه کې دې جګړې شپږ ساعته دوام وکړ او د جګړې له ډګره‌یې د وسله‌والو طالبانو پنځه جسدونه ځان سره وړي دي.


ښاغلی بابکرخېل زیاتوي: "د وسله‌والو ۳۷ کسان وژل شوي دي او زموږ د ملي پولیسو یو سرتېری برسېرن ټپي دی."


مسعود بابکرخېل زیاته کړه چې دې وسله‌والو د پکتیا او پکتیکا ترمنځ د لويې لارې په اوږدو کې د تګ راتګ په وړاندې ستونزې او نا امنۍ جوړولې.


تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.