ru24.pro
World News in Pashto
Август
2019

شمالي کوریا نن دوه توغندي چې د لنډ واټن بالستیک ښکاري، ویشتلي

0
شمالي کوریا نن خپل ختیځ ساحل ته دوه توغندي چې د لنډ واټن بالستیک ښکاري، ویشتلي دي.


دا د پیونګ یانګ له لوري د توغندیو نوې ازموینه ده چې د جنوبي کوریا او جاپان د اندېښنې سبب شوې ده.


د جاپان سمندري ځواکونو نن وویل، د شمالي کوریا له لوري یې د یوه مشکوک بالستیک توغندي ازموینه تشخیص کړې ده.


د جنوبي کوریا پوځ هم ویلي دي چې پیونګ یانګ د خپل شرقي ساحل په لوري دوه توغندي توغولي دي.


که چېرته د شمالي کوریا د نننیو ازموینو خبرونه تأیید شي، دا به په نږدې یوې میاشتې کې اووم ځل وي چې شمالي کوریا د توغندیو ورته ازموینې کوي.