ru24.pro
World News in Pashto
Август
2019

د متشبثینو بورډ: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هوايي دهلېز له لارې ۵ پروازه شوي

0
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هوايي دهلېزونو له لارې ۵ پروازونه ترسره شوي دي.


د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا ازادي راډيو ته وویل چې له دې لارې ۲۴ ټنه سوداګریز توکي بهر ته لېږدول شوي دي.


ده وویل: په دې توکو کې زردالو، انګور، اینځر، غالۍ او یو شمېر نور توکي شامل دي چې بهرین،ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.


نوموړي وویل چې د هوايي دهلېزونو له پیل راهیسې تراوسه ۷ اعشاریه ۶۱۳ ټنه توکي بهر ته صادر شوي دي.