ru24.pro
World News in Pashto
Август
2019

د ننګرهار چارواکي په دغه ولایت کې د خپلواکۍ نه‌لمانځل ردوي

0
په ننګرهار کې چارواکو دا راپورونه چې سږکال د خپلواکۍ جشن نه‌لمانځي، په شدت رد کړل.


یو شمېر رسنیو د دې ورځې د لمانځلو د کمېسون د یوه چارواکي، فریدون الهام په حواله ویلي و چې د ننګرهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د امنیت د خرابوالي له امله جشن نه‌جوړېږي.


خو د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوګیاڼي پرون د اګسټ په ۱۷مه، ازادي راډیو ته وویل: "متأسفانه، نه‌یوازې دا چې د دوی خبرې حقیقت نه‌لري، بلکې د داسې موضوعاتو شریکول زموږ د هغو هلو ځلو یو ډول توهین دی چې له نږدې سلو ورځو راهیسې موږ پیل کړې دي. په ننګرهار کې د خپلواکۍ د لمانځلو لپاره سل واړه او لوی پروګرامونه پلان شوي دي."


د ننګرهار د والي ویاند وویل چې د جلال‌اباد ښار په پښتونستان څلور لارې کې پرون ماښام زرهاوو وګړي راغونډ شوي وو او د خپلواکۍ د لمانځلو لپاره‌یې مېلې جوړې کړې وې، اتڼونه او اورلوبې یې کولې.


پخواني پاچا، امان‌الله خاند د ۱۹۱۹ میلادي کال د اګسټ په ۱۹مه د افغانستان خپلواکي اعلان کړې وه.


هغه په ننګرهار کې خاورو ته سپارل شوی دی.


په ننګرهار کې چارواکي وايي چې د خپلواکۍ د اعلان د سلمې کلیزې لپاره‌یې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.