ru24.pro
World News in Pashto
Август
2019

د ترکمنستان ولسمشر بردي محمدوف چې مړ انګېرل کېده، ژوندی راڅرګند شو

0
د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف چې له ډېرې مودې راهیسې نه و لیدل شوی او داسې انګېرل کېده چې ښايي مړ شوي وي، د کسپین اقتصادي فورم په غونډه کې را څرګند شو او وینا یې وکړه.


دا غونډه نن د اګست په دولسمه په ترکمنستان کې پیل شوه.


د غونډې د پېل له مراسمو لایف یا په مستقیم ډول ټلویزیوني خپرونې کېدې، بردي محمدوف تر شل دقیقې زیات وخت پر پوډیم ولاړ و او وینا یې کوله.


هغه په وضاحت خبرې کولې او روغتیايي وضعیت یې ښه معلومېده.


په نورو ویډیوګانو کې چې خپرې شوي، لیدل کېږي چې بردي محمدوف د روسيې، اذربایجان او قزاقستان له صدراعظمانو او د ایران د جمهور رئیس له لومړي مرستیال، اسحق جهانګیري سره خبرې کوي.