ru24.pro
World News in Pashto
Август
2019

ملي امنیت نن د طالبانو د ۳۵ زند انیانو د خوشې کولو خبر ورکړی

0
د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن د اګست په دولسمه د طالبانو د ۳۵ زندانیانو د خوشې کولو خبر ورکړی دی.


د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا څرګنده نښه ده چې د افغانستان حکومت د سولې لپاره کلک تعهد لري.


د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.


دا لا نه ده څرګنده چې په خوشې شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو لوړ رتبه غړي شامل دي که د هغوی عادي وسله وال له بنده خوشې شوي دي.


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په وینا کې ویلي وو چې د سولې د مشورتي لویې جرګې د غړو د غوښتنې پر اساس به د وسله والو طالبانو نږدې نهه سوه بندیان له زندانه خوشې کوي.


وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.