ru24.pro
World News in Pashto
Август
2019

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ اتم پړاو خبرې پای ته ورسېدې

0
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ اتم پړاو خبرې پای ته ورسېدې.


دا خبره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه ټوېټري پیغام کې کړې او د خبرو دغه پړاو یې اوږد او ګټور یاد کړی دی.


مجاهد ویلي چې د دواړو لورو ټیمونو تر نن سهار پورې سخت کار مخ ته یووړ او په دې سلا وشوه چې د نورو اقداماتو لپاره دې له خپلو مشرانو سره سلا مشوره وشي.


د جرمني د ډي پې اې خبري اژانس د راپور له مخې، که څه هم دا تر اوسه نه ده یقینې شوې چې ښایي یو تړون به ډېر نږدې وي چې وشي خو یو شمېر سرچینو ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ پاتې اختلافات هم ډېر ناڅیز دي.


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او نورو امریکایي چارواکو تراوسه د دغو خبرو د پای ته رسېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو ښاغلي خلیلزاد پرون د لوی اختر په مناسبت یوه ټوېټري پیغام کې هیله ښودلې وه چې دا به د افغانستان د جګړې وروستۍ اختر وي.