ننګرهار: افغان ځواکونو ځانمرګي واسکټونه نيولي
د ننګرهار د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي چې په تېره یوه مياشت کې يې د ډاکټر او تجارانو هغه دولس تنه تهدیدونکي نيولي چې دوی ته به يې د ټېلېفون له لارې د باج نه ورکولو په صورت کې مرګوني ګواښونه کول او نور جنايي او ترهه ګریز فعالیتونه يې تر سره کول.
