ru24.pro
World News in Pashto
Август
2019

د روسیې په یوه نظامي واحد کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۶ ټپيان دي

0
د روسیې دفاع وزارت وایي، په ارخان ګیلسک سیمه کې په یوه نظامي واحد کې د چاودنو په نتیجه کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.


وزارت وايي چې د پنجشنبې په ورځ د یوې کېمياوي تجربې په نتيجه کې د دستګاه انجن وچاودېدو او په دې واحد کې اور ولګېد.


ځايي چارواکو ویلي چې دا چاودنه او اور د نیونوکسا Nyonoksa سیمه کې شوي، چېرته چې د بالستيک توغندیو د واټن تجربه کولو لپاره د بحري قواوو اټمي اوبتلونه ځای پرځای دي.


خو ګاونډي ښار سیوي رودوینسک ویلي چې تر چاودنې وروسته يې د اټمي شعاوو په کچه کې موقتي زیاتوالی ثبت کړی دی.


دا په روسیه کې په درېیو ورځو کې دوهمه چاودنه ده چې په نظامي سیمه کې کېږي.


د سې شنبې په ورځ د سايبریا په سیمه کې د وسلو په ډيپو کې د چاودنو په نتيجه کې یو کس ووژل شو او اته نور ټپیان شول.