ru24.pro
World News in Pashto
Август
2019

د بښنې نړیوال سازمان امریکا ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی

0
امنسټي انټر نېشنل یا د بښنې نړیوال سازمان د امریکا متحده ایالاتو ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی دی.


دا خبرداری په امریکا کې د هغو بریدونو وروسته شوی چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.


د بښنې نړیوال سازمان په اعلامیې کې له ټولو هغو کسانو چې امریکا ته سفر کوي، غوښتنه شوې چې له احتیاطه کار واخلي.


تېره اوونۍ د امریکا په کلفورنیا، تګزاس او اوهایو کې په وسله والو بریدونو کې ۳۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.