په خوست کې دوو بمي چاودنو نهه کسان ټپيان کړل
په خوست کې دوو بمي چاودنو نهه کسان ټپيان کړل.
د خوست د امنیې قوماندانۍ د رسنیو مسؤل عادل حیدر ازادي راډیو ته وویل چې لومړۍ پېښه نن سهار شااوخوا لس بجې د دې ښار سپین جومات ته څېرمه پر یوه سراچه ډوله موټر د مقناطیسي ماین د چاودنې له کبله وشوه چې اووه کسان پکې ټپیان شول.
د ښاغلي حیدر په خبره، ټول ټپیان ملکي وګړي دي.
تر دې یو ساعت وروسته په یوه بله سیمه کې د پولیسو پر موټر د مقناطیسي بم چاودنه وشوه چې دوه پولیس پکې ټپیان شوي دي.
د دې پېښو مسؤلیت چا نه دی اخيستی.