ru24.pro
World News in Pashto
Август
2019

یوناما: تېره جولای میاشت کې ۱۵۰۰ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

0
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویې ادارې یوناما ویلي چې یوازې په تېرې جولای میاشت کې ۱۵۰۰ ملکي وګړو ته په افغانستان کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


د دغې ادارې په یوې اعلامیې کې چې نن خپره شوې دا شمېره د تېر ۲۰۱۷ کال د مې میاشتې راهیسې تر ټولو لوړه ښیي.


د یوناما اعلامیې زیاته کړې چې تر ډېره دا ملکي مرګ ژوبله د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې اوښتې ده.


دا اندېښنه داسې مهال خپره شوې چې په دې وروستیو اوونیو کې د افغانستان د سولې هڅې ډېرې شوي، خو د یوناما په خبره، په هماغه اندازه شخړې هم ډېرې شوې دي.


اعلامیې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو له قوله لیکلي چې وایې: زه پر ټولو ښکیلو خواوو غږ کوم چې پوځي عملیات په دې فکر ډېر نه کړي چې ښایي په دې سره به د سولې په خبرو کې د دوی دریځ پیاوړی شي.