ru24.pro
World News in Pashto
Август
2019

په کندهار کې موټرسایکل بم چاودنې ۸ ملکي کسان ټپيان کړل

0
په کندهار کې موټرسایکل بم چاودنې ۸ ملکي کسان ټپيان کړل.


پېښه نن ۱۱ بجې د کندهار ښار اړوند د اخند صاحب دانې په سيمه کې رامنځته شوې ده.


د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزی وايي چې يو وسله وال چې غوښتل يې موټرسایکل بم انتقال کړي، ځای پر ځای ورباندې چاوېدلی چې له امله یې د ښځو او کوچنیانو په ګډون اته ملکي کسان ټپيان شوي دي.


بارکزی وایي چې په چاودنه کې خپله د موټرسایکل انتقالوونکی هم وژل شوی دی.


وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.