ru24.pro
World News in Pashto
Август
2019

د کروشیا پولیسو د ۶ کسانو په قاتل پسې لټون پیل کړی

0
د کروشیا پولیسو د هغه مشکوک کس لټون پیل کړی چې ګومان کېږي شپږ تنه یې د دې هېواد په پلازمېنې زاګریب کې وژلي دي.


پولیسو د پنجشنبې په ورځ د زاګریب ښار په جنوب کې یو اپارتمان کې شپږ جسدونه وموندل.


د فرانسې خبري اژانس وايي دا ټول کسان په ډزو وژل شوي وو. 


د سرایوو د راډیو یو راپور وايي چې یوازې یو اووه میاشتنی ماشوم له دې ډزو ژوندی پاتې دی.


ویل کېږي چې نن د مشکوک کس د موندلو لپاره د کروشیا پولیسو ښار محاصره کړی او ټولې لارې او مهم پلونه یې تړلي دي.