ru24.pro
World News in Pashto
Ноябрь
2024

Новости за 26.11.2024

د طالبانو د پوهنې وزير: تر شپږم ټولګي مو د نوي تعليمي نصاب کار بشپړ کړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د پوهنې وزیر پرون په خوست ولایت کې وویل چې، وزارت یې تر شپږم ټولګي پورې د نوي تعلیمي نصاب کار بشپړ کړی دی. مولوي حبیب‌الله اغا چې د زده‌کوونکو د کلنیو ازموینو د بهیر د کتلو لپاره خوست ته تللی و، د نوي او پخواني تعلیمي نصاب د توپیر په اړه وویل، په نوي کې دیني برخه بډایه شوې او د تاریخ په کتابونو کې د نړیوالو شخصیتونو پر ځای د افغان اتلانو پېژندنې ته پام زیات شوی دی. تر دې مخکې ځینو سرچینو ویلي و چې، طالبانو په نوي نصاب کې د افغانستان د تاریخ د ځینو مشاهیرو لکه غازي امان‌الله خان په اړه... Читать дальше...

يونان کې د يوې بېړۍ ډوبېدو پېښه کې ۶ ماشومان او دوه مېرمنې مړې شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د یونان ساموس ټاپو ته نژدې د یوې بېړۍ د ډوبېدو په نتیجه کې شپږ ماشومان او دوه مېرمنې مړې شوي دي. د دې سیمې د ساحل ساتونکو په وینا، د دې کښتۍ ۳۶ ژوندي پاتې کسان په یوه ډبرین ساحل کې موندل شوي دي. خو له‌‌‌دې وړاندې یې درې نور کسان ژغورلي وو. د دې ادارې په وینا، د ژغورنې هوايي او ځمکنۍ عملیات لا هم روان دي. تر اوسه دا نه‌‌‌ده څرګنده چې ایا د دې کښتۍ نور مهاجر ورک دي که‌‌نه، خو چارواکو د شپږو ماشومانو او دوو بالغو ښځو د مړو جسدونه موندلي دي. ساموس او د ایجې سمندرګي په ختیځ کې نور ټاپوګان د... Читать дальше...

کرکټ؛ نن د افغانستان او پاکستان د نولس‌کلنو ځوانانو لوبډلو ترمنځ پای‌لوبه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان، او پاکستان د کرکټ د نولس‌کلنو لوبډلې نن (سه‌شنبې) د درې هېوادیزو سیالیو په پای‌لوبه کې مخامخ کېږي. افغانستان په‌‌دې درې اړخیزو سیالیو کې درې سیالۍ وګټلې او یوه یې وبایلله، پاکستان هم درې وګټلې او یوه وبایلله. له بلې خوا د هند د غوره لیګ یا آی‌‌‌پي‌‌‌ایل لپاره د لوبغاړو د مزایده په دوام کې پرون درې نور افغان لوبغاړي؛ الله محمد غضنفر، فضل‌‌‌حق فاروقي او عظمت‌‌الله عمرزی واخیستل شول. عمرزی په ۲ کروړه او ۴۰ لکه هندي روپیو د پنجاب کینګز لوبډلې، غضنفر مومبي انډیزنز لوبډلې په ۴ کروړه... Читать дальше...

ټاکل شوې نن د اتلانو جام افغانستان ته يووړل شي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د اتلانو جام (چمپینزټراپي) نن (سه‌شنبې) افغانستان ته یووړل شي. د افغانستان کرکټ بورډ پرون په‌‌دې اړه وویل چې، دا جام به لومړی د کرکټ بورډ په اداره کې د کرکټ د پخوانیو مخکښو لوبغاړو په حضور کې نندارې ته کېښودل شي او بیا به د افغانستان نورو تاریخي سیمو ته د نندارې لپاره ولېږدول شي. کرکټ بورډ نه‌دي ويلي چې دا ټراپي به د افغانستان په کومو تاریخي سیمو او ولایتونو کې نندارې ته کېښودل شي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د اتلانو جام سیالیو ته لار موندلې ده او په پلان کې ده... Читать дальше...

راتلونکې اوونۍ ايران کې د ايکو سازمان د غړو هېوادونو غونډه جوړيږي

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي، راتلونکې اوونۍ به د افغانستان په شمول د ایکو د لسو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه وي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند اسماعیل بقايي (د دوشنبې په ورځ) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، د ایکو د اقتصادي همکارۍ سازمان (ECO)د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۸مه غونډه به په مشهد ښار کې جوړه شي. په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې، د ایکو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران، جګپوړي چارواکي، د سیمه‌ییزو سازمانونو مشران او د څو اړخیزو اقتصادي بنسټونو سرمنشيان به په‌‌دې غونډه کې ګډون وکړي. بقایي د ایکو سازمان د اهمیت د یادونې په ترڅ کې ویلي... Читать дальше...

حکمت خليل کرزي او د يوشمېر هېوادونو استازو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي، په دوحه کې یې د څو هېوادونو له استازو سره په کتنه کې له افغانستان سره د دوامداره تعامل د امکاناتو په اړه خبرې کړي دي. حکمت خلیل کرزي پرون (دوشنبې) پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د بریتانیا د سفیر په کوربه‌توب په‌‌دې کتنه کې د بریتانیا، امریکا، جرمني، ایټالیا، هالنډ او فنلنډ استازو ګډون کړی و. حکمت خلیل کرزي تر دې وړاندې په استانبول کې له یوشمېر نورو افغان سیاستوالو سره د افغانستان د وضعیت په اړه سلامشورې کړې وې.

په جراثیمو کې د دواګانو پر وړاندې مقاومت ولې جدي ستونزه ده؟

Mashaalradio.com 

په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن په مېکروبو کې د دواګانو پر وړاندې د مقاومت پر موضوع غږېږو. د روغتیا نړیوال سازمان دا د انسانانو، ځناورو او چاپېریال لپاره یوه جدي مسله بولي. روغتیاپالان وايي، په خپل سر د دواګانو خوړل او بې له نسخې درمل کارول په جراثیمو کې د مقاومت یو لوی لامل دی. بشپړه خپرونه واورئ.