ru24.pro
World News in Pashto
Май
2019

روسي او ایراني چارواکو د اټمي موافقې په اړه وغږېدل

0
د روسيې او ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالانو د تهران او نړیوالو قوتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې او د ایران او امریکا ترمنځ د مخ په زیاتېدونکې لانجې په اړه خبرې وکړې.


ایراني رسنیو ویلي دي چې سرګي ریابکوف او عباس عراقچي نن په تهران کې له یو بل سره خبرې کړي دي.


ایران د روانې مې میاشت پر اتمه نېټه اعلان وکړ چې د امریکا د فشارونو له امله به دا هېواد د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې ځینې برخې عملي نه کړي.


ایران دغه راز اروپايي ټولنې ته ۶۰ ورځې وخت ورکړی چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې خپل مسؤلیتونه ادا کړي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرکال پردې موافقه له پرله‌پسې انتقادونو وروسته، له دې موافقې ووت.