ru24.pro
World News in Pashto
Май
2019

د ملي امنیت افغان سلاکار د پاکستان د پوځ له مشر سره وکتل

0
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېره شپه په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره وکتل.


د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل په‌‌دې کتنه کې د افغانستان د سولې د پروسې او نورو مهمو مسئلو په اړه خبرې وشوې.


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او د کورنیو چارو د وزارت سرپرست مسعود اندرابي د پاکستان د پوځ د مشر په رسمي بلنه دې هېواد ته سفر کړی دی.