ru24.pro
World News in Pashto
Май
2019

د انتخاباتو کمېسیون: ۳ واړه ټاکنې په یوه وخت نه‌شي کېدای

0
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنې به د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره په یوه وخت کې ونه‌شي.


د دې کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني نن د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د وخت د کموالي له امله دا درې واړه ټاکنې په یوه وخت نه‌شي کېدای.


د مېرمن نورستاني په وینا د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنې به د جمهوري ریاست تر انتخاباتو وروسته وشي.


دا چې د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني انتخابات به دقیقاً کله کېږي، د انتخاباتو د کمېسیون مشرې يې په اړه څه ونه ویل.