ru24.pro
World News in Pashto
Апрель
2019

داودزی: روانه اوونۍ د سولې د مرکچي هيئت د ترکيب او صلاحيت پرېکړه کېږي

0
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، قطر ته د سولې د تلونکي مرکچي هيئت د ترکيب او صلاحيتونو په اړه روانه اوونۍ پرېکړه کېږي.


د دې شورا د دارالانشا او د سولې مشورتي لويې جرګې د دايرېدو د کمېسيون رئيس محمد عمر داودزي نن په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل:


"د چهارشبنې په ورځ د سرو کرښو، قطر ته د تلونکي هيئت ترکيب، د مرکچي ټيم ترکيب او د دغه ټيم صلاحيتونه او مسؤليتونه د مسودې په توګه پېشنهاد کېږي او په همدې ورځ چې د وري ٢١مه ده، که خداى کول تصويبېږي."


ښاغلي دوادزي وويل چې يو لوى پلاوى قطر ته ځي چې د سولې د موضوع په اړه د طالبانو له استازو سره نظرونه تبادله کړي.


عمر داودزى وايي، د سولې اصلي مذاکرې چې د پراخ مرکچي ټيم غړي به يې له وسله والو طالبانو سره کوي، ښايي په نورو هېوادونو کې وشي.


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ کې د روغې جوړې د عالي شورا د رهبرۍ په لومړۍ غونډه کې د مرکچي ټيم د غړو په ټاکلو کې د پوره دقت غوښتنه وکړه.


وسله والو طالبانو چې تر اوسه یې د افغانستان له حکومت سره د سولې له مخامخ خبرو انکار کړى، د حکومت په ګډون د ټولنې له بېلابېلو قشرونو جوړ ټيم سره خبرو ته يې لېوالتيا ښوولې ده.


د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ټينګار هم د دغسې يوه پراخ ټيم پر تشکيل و.