ru24.pro
World News in Pashto
Август
2018

ملګرو ملتونو د برما د پوځ د ۶ مشرانو د محاکمې غوښتنه کړې

0
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا تر څارنې لاندې یوې حقیقت موندونکې ډلې د دوشنبې په ورځ غوښتنه وکړه چې د برما د پوځ مشر او پنځه نور لوړپوړي پوځي قوماندانان دې د روهینګیا او نورو اقلیتونو په وړاندې د ترسره کړو جنایاتو له کبله یوې نړیوالې محکمې ته راښکل شي.


د ملګرو ملتونو دې حقیقت موندونکې ډلې ویلي:


"له توپیر پرته وژنې، پر ښځو ډله‌ییز جنسي تېري، د ماشومانو وژل او د بشپړو کلیو سوځول هېڅکله د پوځي اړتیا په توګه نه‌شي توجیه کېدای، نو ځکه خو باید دا قضیه د جنایاتو نړیوالې محکمې ته راجع کړای شي."


د بشري حقونو ډلې وايي، د ۲۰۱۷ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې د برما د پوځ په لوېدیځ ایالت راخین کې پوځي عملیات وکړل چې له کبله‌یې لږ تر لږه ۷۰ زره روهینګیا مسلمانان له برما وتښتېدل او په زرګونه نور ووژل شول.