ru24.pro
World News in Pashto
Август
2018

په بلغاریا کې د ټکر په پېښه کې ۱۶ تنه مړه او ۲۶ نور ټپیان شوي

0
د بلغاریا پلازمېنې صوفې ته نېږدې د سېلانیانو د یوه بس د ټکر په پېښه کې لږترلږه ۱۶ کسان مړه او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.


د صوفې د ایمرجنسي روغتون یوه چارواکي وویل چې د پنځو ټپیانو وضعیت تراوسه خطرناک دی.


دا پېښه پرون د صوفې په پنځوس کیلومترۍ سووج ښارګوټي ته نېږدې پر لویه لاره هغه مهال وشوه چې بس له څلورو نورو موټرو سره ټکر وکړ.


د پولیسو په وینا، په دغه بس کې ۳۳ عبادت کوونکي سپاره وو چې په سیمه کې یوې صومعې ته په لاره و.


د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنه پیل شوې ده.