ru24.pro
World News in Pashto
Август
2018

د فلسطين د فوټبال لوبډله کابل ته راورسېده

0
د فلسطين د فوټبال لوبډله له افغان لوبډلې سره د سیالۍ لپاره کابل ته راورسېده.


فلسطیني لوبغاړو ته پرون د جمعې په ورځ د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې له کوزېدو وروسته، د افغانستان د فوټبال فدراسیون له خوا تود هر کلی وویل شو.


فلسطیني لوبغاړو وویل، خوښ دي چې په کابل کې دي او هیله لري چې د یکشنبې په ورځ به له افغان لوبډلې سره جالبه سیالي ولري.


د دواړو لوبډلو ترمنځ د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹ مې کليزې د نمانځنې په مناسبت، سبا د یکشنبې په ماښام دوستانه لوبه کېږي.


تر دې وړاندې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې تر لسیزو جګړو وروسته د پاکستان د فوټبال لوبډله لومړنۍ لوبډله وه چې کابل ته د سیالیو لپاره راغلې وه.


هغه لوبه ۳ د صفر پر وړاندې د افغانستان په بریا پای ته رسېدلې وه.


افغانستان او فلسطین بیا له دې وړاندې دوه ځله سره مخامخ شوي چې يوه لوبه فلسطين ګټلې او دوهمه مساوي شوې ده.