ru24.pro
World News in Pashto
Август
2018

چارواکي: د کندهار په شاه وليکوټ کې ۴۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي

0
د کندهار چارواکي د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې د مخامخ جګړې پر مهال د ۴۵ وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو او شااوخوا ۲۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.


د کندهار د امنیه قوماندانۍ د ویاند مرستیال عبدالبشير خاکسار نن ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار په ارغنداب، شاه وليکوټ، میوند او معروف ولسواليو کې له وسله‌والو طالبانو سره سختې جګړې کړي چې پر مهال‌يې ۴۵ وسله‌وال وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي.


د خاکسار په وینا چې د یادو جګړو پر مهال پولیسو ته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې.


وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.