ru24.pro
World News in Pashto
Август
2018

د اسپانیا د فوټبال لیګ سیالۍ پر فېس‌بوک خپرېږي

0
د اسپانیا د فوټبال لیګ «La Liga» نن سې شنبه اعلان وکړ چې له فېس‌بوک سره‌یې قرارداد کړی چې له مخې یې په افغانستان، پاکستان او د هند د لويې وچې په نورو هېوادونو کې خلک کولائ شي چې وړیا د دوی مسابقې وګوري.


لومړۍ مسابقه به د سې شنبې په ورځ پر فېس‌بوک خپرېږي.


د اسپانیا د فوټبال د سیالیو په درېیو فصلونو کې ۳۸۰ مسابقې کېږي.


د اسپانیا د فوټبال لیګ د دیجیتل ستراتېژي مشر، الفرېدوبرمیښو ویلي چې د هند د لویې وچې په هېوادونو کې ۳۵۰ میلیونه وګړي له فېسبوکه کار اخلي او دوی غواړي چې له دې لارې د امکان تر حده، له ډېرو خلکو سره ارتباط ټینګ کړي.