ru24.pro
World News in Pashto
Август
2018

قیس احمد د ویسټ انډیز په کرابین پریمر لیګ کې ۳وکټې واخېستې

0
د افغانستان ځوان لوبغاړي قیس احمد د ویسټ انډیز په کرابین پریمر لیګ سیالیو کې درې مهمې وکټې واخېستې.


۱۸ کلن قیس په دغو سیالیو کې يواځینی افغان لوبغاړی دی چې د سنټ لوشیا سټارز لوبډله کې لوبېږي.


قیس احمد که څه هم د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې په وکټ اخېستلو بریالی نشو خو پخپله دوهمه لوبه کې یې په څلورو اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې اوټ کړل.


ده په دغه لوبه کې پاکستانی تکړه الراونډر شعیب ملک،او دوه ویسټ انډیزي لوبغاړي والټن او هټ مایر وسوځول.


قیس د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې ښې لوبې وکړې او د سنټ لوشیا سټارز لوبډلې د مسوولینو پام یې ځانته واړوو.


قیس احمد ازادي راډیو ته په يوه ټیلفوني پیغام کې وویل، ډېر خوښ دی چې په کرابین پریمرلیګ کې د خپل هېواد استازیتوب کوي.


قیس ښي لاسی لیګ بریکر توپ اچوونکی او ښه توپ وهونکی هم دی.


تېرکال د کرابین پریمیر لیګ سیالیو کې محمد نبي او راشد خان هم لوبېدلي وو، خو سږکال هغوی بوخت دي.