ru24.pro
World News in Pashto
Август
2018

سناتور راند پاول د دونالد ټرامپ یو لیک، مسکو ته وړی دی

0
د امریکا د متحدو ایالاتو د سنا جمهوري غوښتونکي غړي، راند پاول د جمهور رئیس دونالد ټرمپ یو لیک چې د روسیې ولسمشر ، ولادیمیر پوتین ته لیکل شوی، مسکو ته وړی دی.


سناتور پاول پرون چهارشنبه پر ټوېټرلیکلي:


" زما لپاره د ویاړ ځاي دی چې د ولسمشر ټرمپ لیک مې د ولسمشر پوتین ادارې ته ورساوه".


دې امریکايي سناتور ویلي چې په لیک کې ټینګار شوی و چې روسیه او امریکا په مهمو مسئلو، لکه له تروریزم سره مبارزه او د فرهنګي تبادلې په برخه کې همکاري زیاته کړي.


سپينې ماڼې ویلي چې "دپېژندګلوۍ " دا لیک او د سناتور پاول په غوښتنه برابر شوی و.


د سپینې ماڼۍ ویاند وویل چې په لیک کې هغو مسایلو ته اشاره شوې وه چې سناتور پاول غوښتل چې له روسي چارواکو سره خبرې ورباندې وکړي.