ru24.pro
World News in Pashto
Август
2018

یو افغان پناه غوښتونکی چې د جرمني حکومت په غلطۍ ایستلی و، جرمني ته روان شو

0
یو افغان پناه غوښتونکی چې د جرمني حکومت په غلطۍ ایستلی و، جرمني ته روان شو


د افغانستان د حکومت یوې سرچینې د نوم د پټ پاتې کېدوپه شرط، د جرمني خبري اژانس ته وویل چې دا ځوان پناه غوښتونکی پرون چهارشنبه اسلاباد ته ورسېد او د جرمني له سفارته د وېزې له اخیستلو سره سم به جرمني ته پرواز وکړي.


د دې سرچینې په حواله، هغه به د یک شنبې په ورځ جرمني ته ورسېږي.


 د جرمني د خبري اژانس په حواله، دا افغان پناه غوښتونکی د نوبراندنبرګ محکمې رد کړی و او د جولاي په څلرمه نېټه له ۶۹ نورو افغانانو سره چې د هغوي هم عریضې رد شوې وې، کابل ته واستول شو.


د جرمني حکومت د ۲۰۱۶ میلادي کال د ډېسېمبر له میاشتې راهیسې ۳۰۳ افغانان چې د جرمني حکومت یې د پناه غوښتنې عریضې رد کړې وې،  په ۱۴ پروازونو کې افغانستان ته استولي دي.