ru24.pro
World News in Pashto
Август
2018

امنیتي ځواکونو په هرات کې اوه ټنه کیمیاوي مواد موندلي

0
په هرات کې امنیتي ځواکونو اوه ټنه کیمیاوي مواد موندلي چې د هیروین اوکریستل د جوړلو لپاره کار ورڅخه اخیستل کېږي. 


 


د هرات د پولیسو په وینا، د کیمیاوي موادو دا بسته د ایران له خاورې افغانستان ته را تېره شوې او د اسلام کلا په ګمرک کې ونیول شوه. 


د هرات په امنیه قوماندانۍ کې له مخدرو موادو سره د مبارزې مدیر، حمید الله نصرت زاده پرون چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دا مواد د چین ساخت دي او تقریباً یونیم ملیون امریکايي ډالر ارزښت لري. دنصرت زاده په وینا، دا کیمیاوي مواد عموماً ، د هیرویین او کریستل په تولید کې کارول کېږي. 


 


په هرات کې د مخدرو موادو له تولید او قاچاق سره د مبارزې پولیسو ویلي چې د قاچاق وړونکو پلان درلود چې د کیمیاوي موادو دا بسته له هرات څخه د فراه ولایت بکواه ولسوالۍ ته ولېږدوي.