ru24.pro
World News in Pashto
Август
2018

د ازبکستان د یوه افسر قاتل په روغتون کې ځان وژلی

0
رپوټونه وايي، د ازبکستان د پولیسو د یوه لوړ رتبه افسر مشکوک قاتل، په هغه روغتون کې چې بستر و، ځان وژلی دی.


د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکی، دلشاداکرموف د تېرې شنبې په ورځ په خپل دفتر کې مړ وموندل شو.


د رپوټونو په حواله، هغه په مکرر ډول په چړه وهل شوی و.


د کریموف یوه خپلوان چې د ازبکستان په پولیسو کې لوړه چوکۍ لري، پرون ازادي راډیو ته د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط وویل چې مشکوک حمله کونکی تر پېښې څو ساعته وروسته نیول شوی و. 


دې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې مشکوک قاتل، د لشاد اکرموف تر لاس لاندې مامور و.


د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت ویلې د څېړنو تر بشپړېدو پردې مسئله خبرې نه شي کولائ.