ru24.pro
World News in Pashto
Август
2018

چارواکي: د ارزګان ـ کندهار پر لویه لار طالبانو ملکي وګړي برمته کړي

0
د ارزګان ولایت سیمه يیز چارواکي وايي، د ارزګان ـ کندهار پر لویه لاره وسله والو طالبانو درې ملکي کسان برمته کړي دي.


د والي ویاند نوید الله افغان زوی نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د یادې لارې په اوږدو کې د اردو بلاغ په سیمه کې له موټره  ښکته کړي او نامعلوم لوري ته يې وړي دي.


نوموړی وايي، طالبانو دغه سپرلۍ د کندهار په مربوطاتو کي برمته کړي.


ښاغلي افغان زوی وویل چې د دې کسانو د خلاصون لپاره افغان ګډو ځواکونو هڅې پیل کړي دي.


وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسینو ته څه نه دي ویلي.