ru24.pro
World News in Pashto
Август
2018

پښتون ژغورنې غورځنګ په بنو کې احتجاج کړی دی

0
پښتون ژغورنې غورځنګ په جاني خیلو کې د پوځي عملیاتو پرضد د جمعې په ورځ په بنو کې لاریون کړی دی. لاریون کوونکو احتجاج کړی چې د دوي په وینا پوځ په دې عملیاتو کې پر ماشومانو او مېرمنو تشدد او یو کور یې هم سوځولی دی. خو د پوځ له خوا په دې اړه څه نه دي ویل شوي.