ru24.pro
World News in Pashto
Март
2018

په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې موده ٣ مياشتې نوره هم وغزېده

0
د پاکستان حکومتي چارواکو نن جمعه وويل په دغه هېواد کې يې د مېشتو افغان کډوالو د استوګنې موده د جون مياشتې تر پاى پورې وغزوله.


 


له دې سره څه باندې ٢ مليونه افغان کډوال کولاى شي، د درېيو نورو مياشتو لپاره په پاکستان کې ژوند وکړي.


 


د پاکستان د حکومت يوه وياند شوکت اقداس وويل، په دې موده کې به د دغو کډوالو د ايستلو د پروسې پر چټکوالي کار وشي.


 


وروسته له هغې چې د پاکستان کابينې د روان ميلادي کال په لومړيو کې د جنورۍ تر پايه د ټولو افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه وکړه، په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال له بې برخليک حالت سره مخامخ وو.


 


خو د جنورۍ تر پايه ورکړل شوى مهلت د مارچ مياشتې تر پاى پورې غزول شوى و.


 


تر دې مخکې افغان چارواکو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ په افغانستان کې د دغو کډوالو د مېشتېدنې په اړه اندېښنه ښوولې وه.