ru24.pro
World News in Pashto
Март
2018

په بغلان کې ۲ تنه د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

0
په بغلان ولایت کې دوه تنه د لسګونو کیلو ګرامو نشه‎يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.


د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر امیرګل حُسین‎خېل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د نشه‎يي موادو قاچاق وړونکو ۴۴۹ کیلو ګرامه چرس په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې کابل ته یې قاچاق کړي چې د دې ولایت په دوشي ولسوالۍ کې ونیول.


د يادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا دوهم ځل دی چې د بغلان پولیس د نشه‎يي موادو قاچاق وړونکي په داسې حال کې نیسي چې نشه‎يي مواد ګاونډیو ولایتونو ته قاچاق کوي.