ru24.pro
World News in Pashto
Март
2018

مسؤلین: په زابل کې یو پاکستانی جنرال د ماین په چاودنه کې وژل شوی

0
د زابل چارواکي وايي، د دغه ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې يو پاکستانی جنرال چې د وسله والو طالبانو ملګری و، له خپل ساتونکي سره د ماين په چاودنه کې وژل شوی.


د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال وويل چې دغه پېښه تېره شپه د شاه جوی ولسوالۍ په باختو کلي کېرامنځته شوې ده .


د سيال په وينا، تر اوسه نه ده معلومه چې پر دغه پاکستاني جنرال او د هغه پر ساتونکي دغه چاودنه د چا له خوا او څنګه رامنځته شوې .


سيالوايي، د استخباراتي معلوماتو له مخې، پاکستانی جنرال نواز نومېده چې په افغانستان کې يې له ترهګرو سره مرسته کوله.


وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.