ru24.pro
World News in Pashto
Март
2018

د پاکستان د هوايي شرکت یو کارکوونکی د قاچاق په تور نیول شوی

0
د پاکستان د هوايي شرکت یو کارکوونکی په فرانسه کې د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور نیول شوی دی.


د فرانسې سرحدي ځواکونو رسنیو ته ویلي چې تېره اوونۍ د «PIA» په نوم د پاکستان هوايي شرکت یوه سټي‎ورډ په داسې حال کې نيول شوی چې غوښتل یې په ۷۴۹ نمبر پرواز کې نشه‎يي مواد فرانسې ته قاچاق کړي.


د فرانسې دولت تر دې مهاله د پاکستان د دې هوايي شرکت له کار کوونکي څخه د نیول شويو نشه‎يي موادو اندازه نه‎ده ښودلې او وايي چې په‎دې برخه کې څېړنې روانې دي.


تر دې وړاندې افغان چارواکو پاکستان اروپايي هېوادونو ته د نشه‎يي موادو د قاچاق اصلي لاره بللې او اروپايي بازارونو ته یې د دې موادو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار کړی دی.