ru24.pro
World News in Pashto
Март
2018

د مشرانو جرګې او د ماليې وزارت د بودجې ریاست ټیمونه پایلوبې ته ووتل

0
د مشرانو جرګې او د ماليې وزارت د بودجې ریاست لوبډلې، د یو ملت يو غږ په نوم د دولتي ادارو ترمنځ د فوټبال سیالیو پای لوبې ته ورسېدې.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ دوه میاشتې وړاندې د ۱۲ دولتي ادارو د فوټبال لوبډلو ترمنځ پیل شوي چې د افغانستان بانک، د مشرانو جرګې او د ماليې وزارت د خزانې او بودجې ریاستونو نیمه پای ‌لوبو ته لار پیدا کړه.


په نیمه پایلوبه کې د مشرانو جرګې د فوټبال لوبډلې د افغانستان بانک لوبډلې ته ۳ د ۱ او د مالیې وزارت د بودجې ریاست لوبډلې د د دغه وزارت د خزاینو لوبډلې ته ۳ د صفر په وړاندې ماته ورکړه.


د دغو سیالیو هدف د دولتي ادارو د کارکوونکو ترمنځ همغږي او ملت ته د یووالي پیغام ورکول دي