ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

د اسیرو اوکرایني سرتېرو یوه ډله د دولت تر ولکې لاندې سیمې ننوتله

0
د اوکراين په ختيځ کې د اسيرو شويو اوکرايني سرتېرو يوه ډله د کيف او روس‌پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ د بنديانو د تبادلې په لړ کې د دولت تر ولکې لاندې سيمې ته ننوتله.


د اوکراين د هرو مادسکي ټلوېزيون د راپور له مخې درې موټر چې ١٦ اوکرايني سرتېري په‌کې سپاره وو، هورليفکا ته نږدې د بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې له سيمې څخه نن د دولت تر ولکې لاندې سيمې ته داخل شول.


دا د حکومت د ۷۴ نيول شويو پوځيانو ډله ده چې پام کې ده، د ٣٠٦ بنديانو په بدل کې چې د اوکرايني ځواکونو په ولکه کې دي، تبادله شي.


د اوکراين د پارلمان اولې مرستيالې ارېنا هيراش چينکو تأیيد کړه چې د سره صليب نړيوالې کمېټې استازو نن دغه سرتېري ليدلي دي.


په دونيڅک کې د بېلتون غوښتونکو رهبر الکساندر زخارچينکو ويلي، دغه تبادله د بنديانو د نورو احتمالي تبادلو اول پړاو دى.