ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

يو تاتار فعال له درېيو کلونو زندان تېرولو وروسته خوشې شو

0
يو تاتار فعال چې د بېلتون غوښتنې او قومي مسايلو ته د لمن وهلو په تور محکوم شوى و، د روسيې په شمال کې په زندان کې له درېيو کلونو له تېرولو وروسته خوشې شو.


رافيس کشافوف ويلي چې د ده قضيې سياسي انګېزه درلوده.


د تاتاريانو د عامه مرکز مشر کشافوف د ٢٠١۴ میلادي کال په ډسمبر مياشت کې نيول شوى و او د ٢٠١۵ میلادي کال په سپټمبر مياشت کې په درې کلن بند محکوم شو.


کشافوف ځينې مقالې خپرې کړې وې او په هغو کې يې له اوکراين څخه د کريميا ټاپو وزمې پر جلا کولو او د روسيې په خاورې پورې پر الحاق کولو انتقاد کړى و.


هغه پر مسکو تور پورې کړى و چې د کريميا د تاتاريانو پر حقونو تېرى کوي.


کشافوف د اوکراين په ختيځ کې د روسيې پر نقش هم انتقاد کړى و.