ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

د هندي افسر "کلبوشن یادو" مېرمنې او مور له نوموړي سره ولیدل

0
په پاکستان کې د کلبوشن یادو په نوم د زنداني هندي افسر مېرمنې او مور نن دوشنبه په اسلام اباد کې له هغه سره ولیدل.


دغه کتنې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اجازه ورکړی وه.


کلبوشن یادو په پاکستان کې د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم شوی دی.


یادو د ۲۰۱۶ میلادي کال په مارچ میاشت کې وروسته له هغې چې له ایرانه پاکستان ته داخل شو، د پاکستاني چارواکو له خوا ونیول شو.


پاکستان د دغې کتنې په اړه یو تصویر خپور کړی چې پکې لیدل کېږي، د ښیښې تر شاه دواړو لوري له یوبل سره خبرې کوي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هند ورڅخه غوښتي چې د امنیتي دلایلو له امله خبریالانو ته اجازه ورنه کړي چې د هغه د کورنۍ له غړو سره خبرې وکړي.


د پاکستان پوځ ویلي چې یادو په اسلام اباد کې د پوځ لوی درستیز ته د بخښنې غوښتنه وړاندې کړې چې پر ده رحم وکړي.