ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

رباني د نور د استعفا په اړه د ارګ پر پرېکړې د بیا غور غوښتنه کړې

0
د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني د عطامحمد نور د استعفا په اړه د ارګ پر پرېکړې د بیا غور غوښتنه کړې ده.


د دې ګوند مرستیال ویاند ذبیح الله فطرت نن یکشنبه ازادي راډیو ته د دې خبرې ترڅنګ وویل چې مزارشریف ته ورغلي د رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا یوه پلاوي له نور سره کتلي او له ارګ سره په راپورته شوې لانجه کې یې د هغه د دریځ ملاتړ کړی دی.


د فطرت په وینا، رباني له ارګ او مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې د نور د استعفا او د جمعیت اسلامي ګوند پرغوښتنو غور وکړي.


د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال ویاند دغه راز وویل چې دغه ګوند به د وروستۍ اعلامیې پر اساس وروسته له هغې چې د ملي یووالي حکومت د عطامحمد نور د استعفا په اړه پرخپلې پرېکړې کتنه وکړي، دغه ګوند نور وړاندیزونه حکومت ته وړاندې کړي.


ارګ د نور او د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه د غوښتنو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې نور پرې پرون سخت لفظي بریدونه وکړل، نن د پکتیا د مچلغو د اوبو او برېښنا د تولید د بند رغولو په اړه له یوې روسۍ کمپنۍ سره د قرارداد د لاسلیک په مهال یوازې دومره وویل چې اوس په دې اړه څه نه وایي چې وخت یې را ورسېد، بیا به خپلې خبرې وکړي.