ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

د المپیک کمېټې د مشرۍ لپاره به د انتخاباتو زمینه برابره شي

0
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي، د دغې کمېټې د مشرۍ لپاره به تر درېیو راتلونکو میاشتو پورې د انتخاباتو زمینه برابره شي.


د المپیک د ملي کمېټې د رسنیو د څانګې مسؤل منور شهزاد ازادي راډيو ته وویل، دا انتخابات به د المپیک د نړیوالې کمېټې د قوانینو له مخې ترسره شي.


دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ د اسیا د المپیک کمېټې او د المپیک د نړیوالې شورا پلاوي د دغو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره له افغانستانه لیدنه وکړه.


دغه پلاوي په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او افغان لوبغاړو سره هم وکتل.