ru24.pro
World News in Pashto
Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

خوست د چرګانو، ترکاریو او شاتو له پلوه ځان بسیاینې ته نېږدې شوی

0
په خوست کې د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا برنامې یا «CARD-F» مسؤلین وايي چې د غوښنو او نسلي چرګانو اوشاتو د مچیو د یو شمېر فارمونو او شنو خونو د جوړولو له لارې یاد ولایت د چرګانو، ترکاریو او شاتو له پلوه ځان بسیاینې ته نېږدې شوی دی.


د دوشنبې په ورځ د «کارډ اف» موسسې د ولایتي دفتر مسؤل حیات وزیر عرفان د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې په تطبیق شویو پروژو چې ۳ میلیونه ۷ لکه امریکايي ډالر لګښت پرې شوی، د چرګانو ۲ سوه واړه کورني فارمونه هغو ښځو ته هم جوړ شوي.


نوموړی زیاتوي، په خوست کې یاد دفتر په وروستیو دوو کلونو کې د ۱۰ زره نسلي چرګانو په ظرفیت یو فارم، د غوښنو چرګانو ۲۰ پنځه زریز فارمونه، بې وله کورنیو ته ۲۰۰ د هګیو د چرګانو واړه فارمونه، د چرګوړو یو تشخصیه کلینک، په کال کې د ۱۵۸ زره چرګوړو د تولید په ظرفیت یو ماشین، ۱۵۰ شنې خونې او سل د شاتو د مچیو فارمونه جوړ کړي دي.


یاده دې وي چې افغانستان له هغو هېوادونو دی چې د اقتصاد بنسټ يې په کرنه او مالداری ولاړ دی او بیا خوست یو داسې ولایت دی چې د کال ټول موسمونه يې کرنې او مالدارۍ لپاره مساعد دي.