د کابل او هرات د معتادینو د پالنې له مرکزونو ۳۰۰ معتادین تر درملنې وروسته رخصت شول
د ژمي په رارسېدو سره په کابل کې د امید په نوم د معتادینو د درملنې له مرکز څخه ۱۳۲ نفره او دغه ډول په هرات کې د معتادینو د ساتنې او پالنې له مرکز څخه ۱۷۰ نفره تر درملنې وروسته رخصت شول. د دې دوو مرکزونو چارواکي وايي چې، دا خلک له درېیو میاشتو څخه تر یوه کاله پورې پهدې مرکزونو کې ساتل شوي وو او تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول. هغه کسان چې تازه یې نشه پرې ايښې او خپلو کورنیو ته ستانه شوي، د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د بیا معتاد کېدو د مخنيوي لپاره دې دوی ته د کار زمینه برابره کړي. Читать дальше...