ru24.pro
World News
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د یوې لویې امریکايي الوتکې لوېدل؛ سنټکام وايي چا نه ده ویشتې بلکې له بلې الوتکې سره لګېدلې

0

یوه لویه تېل رسوونکې امریکايي پوځي الوتکه (KC-135) د عراق په لوېدیځ کې لوېدلې.د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام ویلي دا الوتکه د دښمن په برید یا نورو ډزو سره نه ده لوېدلې بلکې د یوې بلې تېل رسوونکې الوتکې سره د حادثې په سبب لوېدلې.سنټکام ویلي دویمه الوتکه په اسراییلو کې خوندي ناسته کړې ده.په لوېدلې لویه الوتکه کې د راپورونو له مخې لږ تر لږه شپږ پوځیان ناست وو. تر پېښې وروسته په سیمه کې د لټون او ژغورنې پراخ عملیات پيل شوي.تر دې مخکې د امریکا درې پوځي جټ الوتکې په کوېټ کې لوېدلې وې.هغه وخت امریکايي پوځ ویلي وو چې دا الوتکې د کوېټ د دفاعي ځواکونو له خوا په تېروتنې هدف ګرځېدلې وې چې پیلوټان او عمله یې ژوندي پاتې دي.د یوه بل خبر له مخې د عراق د کردستان په اربیل سیمه کې د ډرون برید له امله یو فرانسوی سرتېری وژل شوی دی.د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دغه برید غندلی او ویلي یې دي دا برید د هغو فرانسوي ځواکونو پر ضد شوی چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف کې برخه لري.د راپورونو له مخې ځينې نور فرانسوي عسکر ټپيان شوي هم دي. مکرون دغه برید د نه منلو وړ وباله او زیاته یې کړه چې فرانسه به په سیمه کې د ترهګرو ډلو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.