ru24.pro
World News
Февраль
2026
1 2 3 4 5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

د اوکراین، روسیې او امریکا چارواکي نن ابوظبي کې غونډه کوي

0

ټاکل شوې ده چې د اوکراین، روسیې او د امریکا مرکچي پلاوي نن (د فېبرورۍ پر څلورمه) په ابوظبي کې راټول شي او د اوکراین د څلور کلنې جګړې د پای رسولو پر لارو چارو خبرې وکړي.د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د فېبرورۍ پر درېیمه روسیه تورنه کړه چې له هغې موافقې یې سرغړونه کړې ده چې امریکا یې هم ملاتړ کوي او هغه د خبرو پرمهال د اوکراین د انرژي پر سکتور له بریدونو څخه ډډه کول دي.

زیلینسکي دا هم وویل چې تیره شپه روسیي ځواکونو په سلګونو ډرون الوتکې او بالستیک توغندي پر اوکراین ویشتلي او د اوکراین د انرژي مرکزونه یې زیانمن کړي دي.

راپورونه وايي، د روسیې پلاوی ابوظبي ته رسیدلی دی او د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې تر اوسه د اوکرایني او امریکایي پلاوو د رسیدو په اړه له رسنیو سره معلومات نه دې شریک شوي.

امریکايي چارواکو تر دې وړاندې د دې خبرې پخلی کړی وو چې د اوکراین، روسیې او امریکا چارواکي به په ابوظبۍ کې د اوکراین پر حالاتو یو وارې بیا غونډه کوي.

د سپینې ماڼۍ استازي سټیف وېټکوف د جنورۍ په وروستۍ اونۍ کې ویلي وو چې راتلونکې اونۍ به په ابوظبۍ کې خبرو ته دوام ورکړي."

وېټکوف زیاته کړې وه چې "ولسمشر ډانلډ ټرمپ او ټوله ډله یې د جګړې ختمولو او سولې ته ژمن دي."

د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې حل لارې د موندلو لپاره درې واړو هېوادونو تر دې وړاندې هم مذاکرات کړې دي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين بشپړ یرغل وکړ. له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ځواکونو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي. روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي.

په همدې حال کې د جګړې ختمولو لپاره د سولې خبرې هم روانې دي چې لا یې نتیجه نه ده ورکړې.