په افغانستان د پخوا پرتله د چین د دولتي رسنیو فعالیت زیات شوی
په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د چین د دولتي رسنیو فعالیتونه زیات شوي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د یوه څېړنیز/تحلیلي راپور په اساس چې د شنبې په ورځ خپور شوی چینايي رسنۍ په افغانستان کې د بیجینګ د مثبت رول په منعکسولو بوختې دي او د بیوزلیو، ناخوالو او د بشري حقونو د نقض موارد نه راپور کوي.
ځینې خبریالان چې د چین له ملاتړ برخمنو خبري اژانسونو او رسنیو سره کار کوي د خپلو کارونو په اړه له نورو رسنیو سره له خبرو کولو منع شوي او ګواښ ورته شوی که چېرته دا کار وکړي له دندو به وایستل شي.
د راپورونو په اساس چین له کلونو راهیسې ځينې خصوصي او دولتي رسنۍ او خبري اژانسونه تمویل کړي.
دمګړۍ هم د چین نړیوال ټلویزیون سي جي ټي ان او د چین مرکزي ټلویزیون سي سي ټي وي په کابل کې دفترونه لري او له ځینو دولتي او خصوصي رسنیو سره همکارۍ او اړیکې پالي.
